د چين استازی: چين به د اوکراين بحران د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي
CMG2022/10/23 11:34:08
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه د اوکراين د بشري وضعيت په اړه یوه غونډه ترسره کړه. په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ دغې غونډې ته په وينا کې وويل، د اوکراین بحران نږدې اته مياشتې دوام لري او له دې امله يې عامو خلکو لدرنې بيې ورکړې، د نړۍ بېلابېل هېوادونه په تېره بيا مخ پر وده هېوادونه له لويو فشارونو سره او نړیوال اقتصاد له سختو ننګونو سره مخ شوی دی. نوموړي وويل، نړيواله ټولنه دې خپل تمرکز سوله ييزو خبرو اترو ته کړي، څو دغه بحران له سياسي لارو چارو حل شي.

ښاغلي ګنګ شوانګ وويل، د اوکراين مسئلې په اړه د چين دريځ روښانه او دوامداره دی. چين د اوکراین د بشري وضعيت په اړه شپږ فقره ييز وړانديز  او د غلودانو د خوندېتوب په اړه د نړيوالې همکارۍ وړانديز کړی او اوکراين او د دې هېواد د بحران له امله زيانمنو مخ پر ودې هېوادونو ته يې ډېرې جوپې بېړنۍ مرستې ورکړې دي. چين به په پرله پسې توګه د سوله ييزو خبرو اترو د پيل لپاره رغنده رول ولوبوي او د بشري بحران د حل لپاره به خپلو مثبتو خدمتونو ته دوام ورکړي.