سون يه لي: چين د نورو هېوادونو ماډل نه واردوي او خپل ماډل هم پر چا نه تپي
CMG2022/10/24 15:32:58
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال سون يه لي د اکتوبر په ۲۴ مه نېټه وويل، چين نه غواړي، چې خپل ماډل پر نورو وتپي او يا يې نور تګلاره کاپي کړي او برعکس د نورو هېوادونو ماډل هم نه واردوي او د هغو هېوادونو له داسې کړنو سره ټينګ مخالفت کوي، چې خپل ماډل پر چین ورتپي.

ښاغلي سون د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په هغې مطبوعاتي غونډې کې، چې د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس د راپور د توضيحاتو د ورکولو لپاره ځانګړې شوې وه، د چيني شکله عصري کېدو په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي، چې چيني شکله عصري کېدل داسې بهير دی، چې له نعمت څخه به يې د هېواد ګڼ شمېر خلک برخمن او ټول ولسونه به يې په ګډه شتمن شي، چين به د همدې بهیر په مټ د مالي او معنوي تمدن همغږي او د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږي وپالي او د سوله ييز پرمختګ پر لارې به ټينګار ولري.

نوموړي زياته کړه، چې هر هېواد حق لري، له خپل ملي وضعيت سره سمه د عصري کېدو لاره ولټوي او دغه حق ته يې بايد ټول هېوادونه درناوی ولري.