سروې: د نړۍ ځوانان د چين د پرمختګ له مفکورې سره ډېر موافق دي
CMG2022/10/24 23:15:56
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې مطرح شوې چې د چيني شکله عصري کېدو له لارې به د چيني ملت لویه کچه بيا سمسورتيا پرمخ يووړل شي، د عصري کېدو په اړه د چين مفکوره په نړۍ کې د هغو ځوانانو لخوا چې په يوې سروې کې يې ګډون کړی، په پراخه توګه تائید شوې ده. دغه سروې د نړۍ د څه باندې ۳۰ هېوادونو له ۴۷۰۰ځوانانو څخه چې عمرونه يې تر ۳۰ کلنۍ کم دي، د نظر پوښتنو د ځوابونو په اساس جوړه شوې او نتيجه يې ښيي، چې ٪ ۸۴.۷ ځوانان پدې اند دي چې د يو هېواد د پرمختګ لار باید د خپل ملي وضعيت له مخې وټاکل شي او د عصري کېدو بهیر يو ټاکلی موډل او معيار نه لري. دغه سروې همدارنګه ښيي، چې ٪ ۸۰.۱ ځوانانو د چين د کمونېست ګوند د خلکو په محور جوړ سياست سره موافق بللی او د چيني شکله عصري کېدو هغه ځانکړتيا يې ستايلې ده، چې په بهير کې به يې ټول ولسونه په ګډه شتمن شي.

ياده سروې چې نوم یې دی (د چين نوی مزل) د چين مېډيا ګروپ د سي جي ټي ان او د چين د خلکو پوهنتون د حکومتولۍ او عامو افکارو څېړنيز انسټيټيوټ لخوا په ګډه ترسره شوه. د دې سروې ٪۴۰ ګډون کوونکي د امريکا، بریټانيا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، استراليا او یو شمېر نورو پرمختللو هېوادونو وګړي دي او ٪ ۶۰ نور د کینيا، نايجريا، پاکستان، اندونيزيا، پیرو، ارجنتاين او نورو مخ پر ودو هېوادونو اتباع دي.

دغه راز د سروې  ٪۷۸.۹ ګډون کوونکو ځوانانو د چين تېر لس کلن پرمختګونه ستايلي او ٪ ۷۹.۱ يې د چين کمونېست ګوند د چينايانو لپاره د باور وړ بللي دي.