هند د يو راکټ په وسيله فضا ته ۳۶ سپوږمکۍ وتوغولې
CMG2022/10/24 11:25:57
شريکول:

د هند د فضايي چارو څېړنيزې ادارې د اکتوبر په ۲۳مه نېټه خبر ورکړی، چې د همدې نېټې په سهاروختي يې د LVM3 نمبر راکټ په مټ ۳۶ مخابراتي سپوږمکۍ د فضا ټاکلي مدار ته توغولې دي.

يادې ادارې ويلي، چې د سپوږمکيو د توغولو دنده يې په برياليتوب ترسره کړې او ټولې ۳۶ سپوږمکۍ يې د فضا ټاکلي مدار ته رسیدلې دي.
د مالوماتو له مخې، LVM3 نمبر راکټ د هند لوی راکټ دی، چې ۶۰۰۰ کیلوګرامه وزن بار ليږدولی شي او د يادو ۳۶ سپوږمکيو وزن ۵۷۹۶ کیلوګرامه ښودل شوی دی.

(هیله)