د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د اصلاحاتو دفتر مرستيال او د دغه هېواد د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې مرستيال مو هونګ د اکتوبر په ۲۴مه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې باکيفيته پرمختګ د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې د سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ لپاره د لومړۍ مهمې دندې په توګه ټاکل شوی او د باکيفيته پرمختګ ارزښت ترې څرګند شوی دی.
مو هونګ وويل، د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې د باکيفيته پرمختګ ترتیب په څو ټکو کې څرګند کړ:
۱ـ د چین د نوي پرمختګ بڼې د جوړولو بهير به چټک شي.
۲ـ کمونېست ګوند به د نوښت له لارې پرمختګ پياوړی کړي او پر همدې به ټينګار ولري.
۳ـ د چين کمونېست ګوند به په لوړه کچه د سوسياليستي بازار نظام رامنځته کړي.
۴ـ کمونېست ګوند به د کليوالو سیمو هر اړخيزه سمسورتيا پياوړې کړي.
۵ـ د چين کمونېست ګوند به د سیمې همغږي پرمختګ ته وده ورکړي.
۶ـ کمونېست ګوند به د لوړې کچې ورخلاصون ته دوام ورکړي.