وانګ ون بين: د ملګرو ملتونو رول بې بديله دی
CMG2022/10/24 21:24:07
شريکول:

د اکتوبر ۲۴ مه نېټه د ملګرو ملتونو ورځ ده. د چين د بهرنيو چارووزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، ۷۷ کاله دمخه د ملګرو ملتونو منشور رسما نافذ شوی او ملګرو ملتونو سازمان جوړ شو چې د نړيوالو اړيکو د پرمختګ لپاره يې نوې پاڼه پرانيستې ده. دغه سازمان پر څواړخيزم ټينګار کړی او د نړيوالې سولې او ګډ پرمختګ لپاره يې بې بديله رول لوبولی دی.

وانګ ون بين وويل، چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي او لومړي هغه  هېواد په توګه چې د ملګرو ملتونو منشور يې لاسليک کړی، تل دغه منشور او په نړيوالو چارو کې د ملګرو ملتونو مرکزي رول ساتلی او د نړيوالې سولې د ابادونکي، د نړيوال پرمختګ لپاره خدمت کوونکي او د نړيوال نظام د ساتونکي په توګه يې رول لوبولی دی. چين به له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډه د سولې او پرمختګ په چارو کې د ملګرو ملتونو له رول څخه ملاتړ وکړي، د سولې، پرمختګ، برابرۍ، عدالت، ډيموکراسۍ او ازادۍ په اړه د ټولو انسانانو ګډ ارزښتونه به خپاره کړي، نړيواله سوله به وساتي، نړيوال پرمختګ به وهڅوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي.