د روان کال په ۳ ربعو کې د چین د کورنیو توليداتو عمومي ارزښت ۳ سلنه وده کړې
CMG2022/10/24 11:08:02
شريکول:

د چين اقتصاد د ۲۰۲۲م کال له پيل راهيسې د سختو کورنيو او نړيوالو حالاتو او ګڼو ناڅرګندو عناصرو سره سره د ښه کېدو په لوري روان دی.

د روان کال په درېيمه ربع کې د چين د اقتصاد د بياسمسورتيا کچه د دوهمې ربعې په پرتله ښه وه، د تولید تقاضا يې دوامداره وده کړې، د استخدام چارې او د توليداتو بيې يې په عمومي توګه ثابتې ښودل شوي، د خلکو ژوند يې تضمين او ټولې چارې يې مناسبې روانې وې.

لومړنۍ شمېرې ښيي، چې د روان کال په درېيو ربعو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۸۷۰۲۶ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه يوانه وه، چې د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په نسبت ٣ سلنه زياتوالى ښيي او د روان کال د لومړۍ نيمايي په پرتله ۰.۵ سلنه زيات دی.

(ژباړه: شکريه)