د روسیې، جنوبي افریقا، ارجنټاین، جنوبي سوډان، بیلاروس، قزاقستان او پاکستان په شمول د ډېرو هېوادونو مشرانو شي جين پينګ ته، د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي د ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پیغامونه ليږلي دي.
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په خپل پیغام کې شي جين پينګ ته د چين د کمونېست ګوند د عمومي منشي د ټاکل کېدو په پار توده مبارکي ويلې او د نوموړي لوړ سياسي بصیرت يې ستایلی دی.
پوتين ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په برياليتوب پای ته رسیدل د دغه ګوند د يووالي ښه څرګندويي کوي.
نوموړي زياته کړې، چې په دغه کانګرېس کې تصویب شوې پرېکړې به د چین د اقتصاد او ټولنې پرمختګ په خوځښت راولي او د یو لړ موخو عملي کېدل به وهڅوي او هم به د چین د نړیوال مقام د لوړتیا لپاره ګټور رول ولري.
پوتين ويلي، چې هغه به له شي جين پينګ سره رغنده ډیالوګ او نږدې همکاريو ته دوام ورکړي او د روسیې او چین ترمنځ د هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو ټينګښت به وهڅوي.
نوموړي د پيغام په پای کې شي جين پينګ ته د ښې روغتيا او په چارو کې برياليتوب هيله ښودلې ده.
(هیله)