د اسلاونيا د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته لاړې
CMG2022/10/24 11:10:10
شريکول:

په اسلاونيا کې د ولسمشرۍ ټاکنې د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه تر سره شوې.

د اسلاونيا ولسمشريزو ټاکنو ته ۷ کسان نوماند وو او يو يې هم نه دی توانيدلی، چې له نيمايي زياتې رایې ترلاسه کړي او ټاکنې دويم پړاو ته تللې دي.

د ټاکنو پایلې ښيي، چې د اسلاونیا د ډيموکراتيک ګوند غړي انګي لوګار او خپلواکې نوماندې نتاشا پیلرز موسار تر نورو نوماندانو زياتې رايې ګټلي او دواړه به د نومبر په ۱۳مه نېټه په دویم پړاو کې سیالي وکړي.

لوګار د ټاکنو په لومړي پړاو کې تر ټولو زياتې رايې خپلې کړي، خو نظرپوښتنې ښيي، چې ممکن موسار به دوهم پړاو وګټي او د دغه هېواد لومړۍ ښځینه ولسمشره به شي.

د اسلاونيا نوی ولسمشر به د ډسمبر په ۲۳مه نېټه د پنځو کالونو لپاره لوړه وکړي.
(ژباړه: شکريه)