د سږ کال په درېیو ربعو کې د چین د صادراتو او وارداتو ارزښت 9.9 سلنه زیات شوی
CMG2022/10/24 14:44:28
شريکول:

د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې ويلي، چې د سږ کال په تېرو درېیو ربعو کې يې د هېواد د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت 3 زره او 111 میلیارډو یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت 9.9 سلنه زیاتوالی ښيي.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په ياد عمومي ارزښت کې صادرات 1 زر او 767 میلیاره یوانه ښودل شوي، چې په سلو کې 13.8 برخه زیاتوالی ښيي او واردات يې 1 زر او 344 میلیارډه یوانه وو، چې 5.2 سلنه زیاتوالی ښيي.

د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې ويلي، چې د هېواد د سوداګرۍ مثبت بیلانس يې 4230 میلیارډه یوانو ته رسېدلی، چې دا بیا 53.7 سلنه زیاتوالی ښيي.

يادې عمومي ادارې ويلي، چې په همدې مودې کې له اسیان، اروپايي ټولنې او امریکا سره د چین واردات او صادرات زیات شوي او په عین وخت کې د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چین د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۰ زره او ۴۰۰ میلیارډو یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله 20.7 سلنه زیاتوالی ښيي.

(هیله)