چين نوی مزل پيل کړی او نړۍ ته نوي فرصتونه برابروي
CMG2022/10/24 15:00:25
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۳مه نېټه وويل، چې چينايان په شوق او ذوق سره په هره برخه کې د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ نوي مزل ته داخل شوي او د دوهمې سليزې موخې په لوري يې ګامونه پورته کوي او د چيني ډوله عصري کېدو له لارې د چيني ملت د بيا سمسورتيا د موندلو په هڅه کې دي. د دغه ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړو د همدې ورځې په غرمه له چيني او بهرنيو خبريالانو سره کتنه وکړه. د دغه ګوند مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په دغې کتنې کې په نوې زمانه او نوي مزل کې د دغه ګوند د مرکزي دندې په اړه معلومات ورکړل او پر دې يې ټينګار وکړ، چې چين به د ښه ژوند په اړه د خلکو هیلې پر ځای کړي او د خپل پرمختګ له لارې به د نړيوالو لپاره نور زيات فرصتونه برابر کړي.

که تاسو د اوسني چين په اړه معلومات وغواړئ، نو بايد لومړی د چين د کمونېست ګوند پېژندنه وکړی. د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس، چې تازه پای ته رسېدلی، د چين د دوهمې سليزې موخې د پوره کولو لپاره د پرمختګ لوری او د اقداماتو نقشه روښانه کړې او هم يې نړيوالې ټولنې ته د دغه ګوند د حکومتوالۍ په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو مهم فرصت ورکړی دی.

په ټولو معلوماتو کې (( چيني ډوله عصري کېدل)) د نړيوالو کتونکو پاملرنې راجلب کړې دي. په نوموړي کانګرس کې د چيني ډوله عصري کېدو په اړه چيني ځانګړتياوې او اصلي غوښتنې تایيد کړې او د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره يې ستراتيژۍ او پلانونه ټاکلي دي. شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۳مه نېټه خبريالانو ته وينا کې وويل، چې چيني ډول عصري کېدل د چين د کمونېست ګوند او د دغه هېواد د خلکو له خوا د اوږدمهالي کړنو او تجربو لاسته راوړنه او يوه ستره او سخته چاره ده.

لوېديځو هېوادونو د پانګو، په دوو قطبونو د ټولنې د وېشلو، مادي تشويق، جغرافيايي پراخوالي او غصب په طريقو د عصري کېدو بهير بشپړ کړی. چين د عصري کېدو په برخه کې د لوېديځو هېوادونو له زړې لارې پرته نوې لار پيدا کړې، د بشريت د ټولنيز پرمختګ زياتې مسئلې يې حل کړې دي او د عصري کېدو موخې ته د انسانانو د رسېدلو لپاره يې نوی انتخاب برابر کړی دی.

زياتو بهرنيو خبريالانو د يادې کتنې په غونډه کې هغه وضعيت ته پام اړولی، چې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس استازي د ستورمزلو، بس چلوونکو، ساينس پوهانو، انجنيرانو، مال لېږدوونکو او د کليوالو سيمو د ښوونکو په شمول د دغه هېواد د بېلابېلو برخو او دندو وګړي دي. د دغو استازو کيسې دا ښيي، چې د چين د کمونېست ګوند ټولې چارې د خلکو لپاره دي او پر خلکو تکيه کوي.

د چين کمونېست ګوند د پراخ نظر خاوند دی او نه يوازې د چينايانو ښه ګوند لري، بلکې هيله لري، چې د نورو هېوادونو خلک ښه ژوند هم ولري. شي جين پينګ په ياده خبري ناسته کې وويل، چې چين تل د بشريت ګډ ارزښتونه ساتي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅه کوي. نوموړي زياته کړه، چې د چين د ورخلاصون دروازه به لا پراخه کړي او د خپل پرمختګ له لارې به نړۍ ته نور زيات فرصتونه برابر کړي.

د چين پرمختګ له نړۍ څخه نه جلا کېدوونکی دی او د نړۍ پرمختګ هم چين ته اړتيا لري. د بېلګې په توګه، چين ډېر لوی بازار، بشپړ صنعتي سيستم او صنعتي ځنځير او د بنسټيزو تاسيساتو عصري کېدونکی سيستم لري. چين د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې ۸۹۲ ميليارډه او ۷۴۰ ميليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې راجلب کړې دي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶،۴ سلنه زياتوالی ښيي. د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس پر دې ټينګار وکړ، چې چين به د پرمختګ د نوي جوړښت ابادي چټکه کړي، د لوړې کچې د سوسياليستي بازاري اقتصاد نظام به جوړ کړي او د لوړې کچې ورخلاصون به پياوړی کړي. دغه کارونه به د بېلا بېلو چيني او بهرنيو تصديو لپاره فرصتونه برابر کړي.

د برازيل د چيني چارو څېړنيز مرکز مدير روني لينس د چين د کمونېست ګوند ياد ګانګرس يوه ارزښتناکه غونډه بللې او ويلي يې دي، چې دغه کانګرس به د چيني ډوله عصري کېدو په لاره کې د خلکو لارښوونه وکړي او نړۍ ته به ګټور فرصتونه ورکړي.

چينايان د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې پوره باور او توان  لري، چې د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ په نوي مزل کې د نړيوالو د ليدو وړ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او خپل ځان ته د پرمختګ په عين وخت کې به نړۍ ته ګټې ورسوي.