د ايټالیې د نوي حکومت لومړۍ وزیرې ګیوجیا میلوني او د کابینې غړيو يې د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړه وکړه.
میلوني د اېټاليې په تاريخ کې لومړۍ صدراعظمه ده.
په نوي حکومت کې د ائتلافي ګوند مشر ماتیو سلويني د مرستیال لومړي وزیر او د بنسټيزو تاسیساتو وزیر په توګه ټاکل شوی، د اروپايي کمیسیون پخوانی مشر انټونیو تاجاني د دويم مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر په حيث او د اقتصاد پخوانی وزیر ګیانکارلو جیوګیتي د اقتصاد وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د اېټاليې د اساسي قانون له مخې، د حکومت نوي وزیران او کابېنې غړي باید د دې هېواد له پارلمان څخه د باور رايه ترلاسه کړي.
(هیله)