د چین د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې د نوې دورې ډسپلین څار مرکزي کمیسیون وټاکل شو او د اکتوبر په ۲۳مه نېټه يې په بېجینګ کې د دغه مرکزي کمېسيون لومړۍ عمومي غونډه ترسره کړه.
د مالوماتو له مخې، لي شي د دغې غونډې مشري پر غاړه درلوده.
د ډسپلین څار مرکزي کمیسیون ۱۳۳ غړي لري او ۱۳۲ تنه يې په يادې لومړۍ عمومي غونډې کې ګډون کړی و.
دغو غړو د چین د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په لومړۍ عمومي ناستې کې هم برخه اخيستې وه.
(هیله)