د روسيې مرستيال صدراعظم او د صنعت او سوداګرۍ وزير دانيس مانتوروف د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د روسيې په امور ايالت کې د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې رسنيو ته ويلي، چې د نړیوال فضايي سټیشن د روسیې برخې د کارونې موده ښايي تر ۲۰۲۸م کال پورې وځنډيږي.
رشيه ټوډۍ(Russia Today) د مانتوروف په قول ويلي، چې د روسیې د راکټ او فضایي چارو ګروپ په تخنیکي کچه د نړیوال فضایي سټیشن د روسیې برخې د تجهیزاتو او ماډلونو د کارونې د ځنډیدو احتمال تایید کړی او د تمدید طرحه یې هم جوړه کړې ده.
نوموړي ويلي، " د نړیوال فضايي سټیشن د روسيې برخې د کارونې مودې غځول هېڅ تخنیکي ستونزې نه لري."
مانتوروف زياته کړې، چې روسيې دغه پرېکړه د انسان وړونکي فضايي پروګرام د دوام، د فضايي ډيزاين او توليد د وړتياوو د تضمين او د ملي شهرت او ټکنالوژيکي حاکميت د ساتنې په پار کړې ده.
(ژباړه: شکريه)