مونږ څنګه د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې پر ګډ شتمنېدو ښه وپوهيږو؟
CMG2022/10/25 14:53:40
شريکول:

 

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه يوه خبري ناسته ترسره کړې او د دې ګوند د شلم ملي کانګرېس په اړه يې له رسنيو سره معلومات شریک کړي دي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د مطبوعاتي چارو څانګې مرستيال سون يي لي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چيني ډوله عصري کېدل د ټولو چينايانو د ګډ شتمنېدو بهير دی.

نوموړي ويلي، چې د چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليستي نظام له اصلو سره سم چين د ټولنې د قطبي کېدو جوړښت نشي منلی. د چين کمونېست ګوند غواړي، چې ټول چينايان نيکمرغه ژوند ولري او په خپل توان د عصري کېدو په بهير کې برخه واخلي او د خپلو خدمتونو له لارې د هېواد له پرمختيايي لاسته راوړنو څخه برخمن شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تګلارو د څيړنيز دفتر مسؤل جيانګ جين چوان په يادې خبري ناستې کې ويلي، چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلي کېدو راهيسې له نورو مخکې د ځينو خلکو شتمنېدل هڅولي او نورو کسانو د دوی په لارښوونې هم د شتمنېدو لار پيدا کړې ده.

چين نوې زمانې ته تر داخلېدو وروسته د شاوخوا سل ميليونو کسانو د بېوزلۍ مسئله لرې کړې او د ګډ شتمنېدو لپاره يې کلک بنسټ جوړ کړی او ښې تجربې يې راغونډې کړې دي.

نوموړي زياته کړې، چې د ټولو چينايانو ګډ شتمنېدل يو اوږدمهاله تاريخي بهير دی او مونږ دغه کار په بېړه نه شو کولی او نه هم ورته انتظار کولی شو. مونږ د خپلو مشخصاتو له مخې اقتصادي او ټولنيز پرمختيایي اصول مراعاتوو، ټولنيز توليدي ځواک ازاد او پرمختګ ورکوو، تر څو ټولنيزه شتمني زياته او د خلکو د ژوند سويه لوړه شي. د دې ترڅنګ مونږ د خلکو د ګډ شتمنېدو لپاره اغېزمن تدبيرونه نيولي او خلک به ترې برخمن او ګټې به ترې پورته کړي.