د کوريا جمهوريت پوځي بېړۍ د ډيموکراتيکې کوريا پر بېړۍ د خبرداري ډزې کړي
CMG2022/10/25 10:02:53
شريکول:

د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت (شمالي کوريا) د خلکو ځواکونو د لوی درستيز رياست وياند د اکتوبر په ۲۴مه نېټه ويلي، چې د کوريا جمهوريت (جنوبي کوريا) پوځي بېړۍ د همدې نېټې د سهار وختي په دريو بجو او پنځوسو دقيقو د باينګنيونګدو ټاپو شمال لوېديځ لوري ته په شل کيلومترۍ سمندري سيمې کې د ډيموکراتيکې کوريا (شمالي کوريا) پر بېړۍ د خبرداري ډزې کړې دي.

 نوموړي رياست د کوريا جمهوريت د دغې کړنې ضد د ځوابي تدبير د نيولو امر ورکړی او د سهار په پنځو بجو او پنځلسو دقيقو د يادې پېښې په شاو خوا سمندري سيمې کې يې د ګواښ په ډول راکټونه توغولي دي.

د کوريا جمهوريت د ګډو ځواکونو د لوی درستيز رياست د اکتوبر په ۲۴مه نېټه ويلي، چې د ډيموکراتيکې کوريا بېړۍ د همدې نېټې په سهار وختي د کوريا ټاپووزمې په لوېديځې سمندري سيمې کې له شمالي کرښې څخه تېره شوې او د کوريا جمهوريت سمندري ځواک د دغې بېړۍ د شړلو په موخه د غږونو او ډزو له لارې خبرداری ورکړی دی.