ريشي سوناک به د بريتانيا لومړی وزير شي
CMG2022/10/25 10:45:48
شريکول:

د بريتانيا د ماليې پخوانی وزير ريشي سوناک د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د دغه هېواد د واکمن ګوند (محافظه کار ګوند) د مشرۍ سيالي ګټلې او د ګوند مشر ټاکل شوی دی.

نوموړی به د بريتانيا د پاچا چارلس درېیم د اجازه ليک تر لاسه کولو وروسته د دغه هېواد د صدراعظمۍ دنده پر غاړه واخلي.

د بريتانيې د استازو جرګې کې د محافظه کار ګوند د غړو ډلې( ۱۹۲۲ کميسيون) د همدې ورځې په ماسپښين ويلي، چې په محدود وخت کې يوازې ریشي سوناک په استازو جرګې کې د محافظه کار ګوند له ۱۰۰ زياتو غړو ملاتړ تر لاسه کړی او د دغه ګوند د مشرۍ حق يې خپل کړی دی.

ياد کميسيون د محافظه کار ګوند د نوي مشر په توګه د ریشي سوناک مشري منلې ده.

سوناک به د بريتانيا له پاچا چارلس درېيم څخه د صلاحيت تر لاسه کولو وروسته نوې کابېنه جوړه کړي او د لومړي وزير په توګه به رسماً دنده پيل کړي.

د بريتانيا د محافظه کار ګوند نوی مشر ریشي سوناک به د دغه هېواد لومړی وزیر شي او د ماموريت موده به يې تر پارلماني ټاکنو پورې دوام ولري.

د بريتانيا د روانې دورې پارلمان د ماموريت موده به د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر کې پای ته ورسيږي.