چین د ليبيا د ملي روغې جوړې د ډيالوګ هرکلی وکړ
CMG2022/10/25 14:24:54
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي موقتي شارژدافير دای بينګ د اکتوبر په ۲۴مه نېټه ويلي، چې هېواد يې د ليبيا د ملي روغې جوړې ډيالوګ څخه هرکلی کوي.

نوموړي هيله ښودلې، چې د ليبیا اړوندې خواوې د خبرو اترو دغه بهير ته وده ورکړي او ښه سیاسي چاپېريال ورته برابر کړي.

دای بينګ په همدې ورځ د امنيت شورا په یوې ناستې کې د ليبيا د مسئلې سياسي حل مهم او همدا يې د شخړو د پای ته رسېدو مهمه لاره بللې ده.

 د ليبيا پارلمان او ملي عالي شورا څو ورځې مخکې هوکړه کړې، چې ډېر ژر به د ټولو خواوو ډيالوګ او خبرې اترې پېل کړي.

چين د ليبيا د پارلمان او ملي عالي شورا د يادې هڅې هرکلی کړی او د دغه هېواد له بېلابېلو خواوو يې غوښتي، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ټولټاکنو ته لاره هواره کړي او له اوسني سياسي رکود څخه دې ووځي.