د روسيې او امريکا دفاع وزيرانو د اوکراين پر حالاتو ټليفوني خبرې کړي
CMG2022/10/25 10:54:37
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۳مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد دفاع وزير سيرګي شويګو په همدې ورځ له خپل امريکايي سيال لويد اوستين سره د اوکراين د حالاتو په اړه ټليفوني خبرې کړې دي.

د روسيې دفاع وزارت د دواړو هېوادونو د سیالو وزیرانو د خبرو په اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي. دا دوهم ځل دی، چې د روسیې او امريکا دفاع وزيرانو د اوکراين د حالاتو په اړه ټليفوني خبرې کړې دي.

پنټاګون ويلي، چې لويد اوستين خپل روسي سیال ته په خبرو کې ويلي، چې امريکا د اوکراين د حالاتو د خرابېدو په اړه د روسيې هېڅ پلمه نه مني.

نوموړي يو ځل بيا د امريکا او روسيې د مشورو او خبرو اترو پر اهميت ټينګار کړی دی.

د روسيې د راډيو اکتيو، کيمياوي او بيولوژيکي وسلو د دفاع ځواک قوماندان کيريلوف د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې اوکراين پلان لري، چې چټل بم (dirty bombs) وکاروي او پړه يې بیا پر روسيې واچوي.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرېټر ديميتري پيسکوف په همدې ورځ د بريتانيا، امريکا، فرانسې او ترکيې له دفاع وزيرانو سره ټليفوني خبرې کړي او په دې اړه يې ورسره د روسیې اندېښنه شريکه کړې ده.

د اوکراين بهرنيو چارو وزير دميتري کوليبا د روسيې د ياد تور په غبرګون کې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ ته بلنه ورکړې، چې په اوکراين کې څېړنې وکړي. ګروسي بيا د اوکراين بلنه منلې ده.

 (مينه)