روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۴مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۴مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۲۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۴۶ زره او ۳۹۶ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۲۴ ميليونه، ۲۳۵ زره او ۲۷۲ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۲۱۷ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۵۵ زره او ۲۷۰ ته رسېدلی دی.
(مينه)