ډېری هېوادونه غواړي له چین سره همکارۍ پياوړې کړي
CMG2022/10/25 10:53:59
شريکول:

د جرمني دي ویلټ ورځپاڼې د اکتوبر په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد لومړي وزیر  اولاف شولتس په همدې ورځ له خبریال سره په مرکه کې دا تائیده کړې چې هغه به د راتلونکې نومبر په لومړیو کې له سوداګریزو استازو سره یوځای چین ته سفر وکړي. دا به چین ته د ده لومړی سفر وي او هغه به د ۲۰۱۹م کال له نومبر راهیسې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو لومړی مشر وي چې له چین څخه لیدنه کوي.

د جرمني حکومت په دې وروستیو کې د هانبورګ په بندر کې د چیني تصدۍ د پانګونې په اړه د نظر اختلاف لري. اولاف شولتس د نورو ډلو له مخالفت سره سره په ټینګه د چیني تصدۍ له پانګونې سره موافق دی. هغه اوس اعلان کړی چې چین ته به سفر وکړي، ترې ښکاري چې هغه له چین سره د همکارۍ څرګنده او ټینګه اراده لري.

امریکا له خپلو ملګرو څخه غواړي چې له چین سره اړیکې پرې کړي، خو د جرمني لومړي وزیر له دې غوښتنې سره سره له چین سره همکارۍ ته لیوالتیا څرګنده کړه.   بله خوا، ډېر هېوادونه غواړي په هغو سازمانونو کې برخه واخلي چې چین پکې لارښوونکی رول لري.

د مثال په توګه، د برېکس هېوادونه د پرمختیايي هېوادونو د ګټو استازیتوب کوي، او چین پکې لارښوونکی رول لوبوي.

 د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جنوبي افریقا له ولسمشر رامفوسا سره په کتنه کې یو ځل بیا په برېکس هېوادونو کې د ګډون هیله څرګنده کړه. وروسته اندونیزیا هم دغه امید وښود.

پر دې دواړو هېوادونو سربېره، ایران او ارجنټاین د روان کال په پسرلي کې په برېکس هېوادونو کې د ګډون نیت څرګند کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې د شانګهای همکارۍ سازمان چې د چین په وړاندیز جوړ شوی، د سږ کال د سپتمبر په ۱۶مه نېټه ۲۲مه سرمشریزه غونډه ترسره کړه او په دغه غونډه کې په یاد سازمان کې د ایران د ګډون د دندو یادښت لاسلیک شو. په عین وخت کې په یاد سازمان کې د بلاروس د ګډون پروسه پيل شوې او د بحرین په شمول پنځه هېوادونه د دغه سازمان د همکاریزو ملګرو په توګه وټاکل شول.

ولې ډېر هېوادونه غواړي له چین سره همکارۍ وکړي؟

د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس تازه پای ته رسېدلی او پکې په تصویب شوي راپور کې پر دې ټينګار شوی، چې چین تل د نړیوالې سولې پر ساتنې ټینګار کړی، د ګډ پرمختګ هڅونکې تګلارې يې غوره کړې او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره يې کوښښونه کړي. چین به په دوامداره توګه د ځاني پرمختګ له لارې نړۍ ته ډېر زیات ګټور فرصتونه برابر کړي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.

د ملګرو ملتونو جګپوري سلاکار شریف وویل، چې د چین کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې دا په ډاګه شوې چې چین به په نړیواله ټولنه کې څه ډول رول لوبوي او نړۍ ته يې د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ بلنه ورکړې ده.

پر سولې او ګډو ګټو ټینګار کول د چین دایمي دریځ دی. د ډېرو هېوادونو له غبرګونونو ښکاري، چې د چین نظریې او دریځ په پراخه توګه منل شوی، چین ته نږدې کول په نړۍ کې یو نوی تمایل څرګند کړی.

شي جین پينګ چې یو ځل بیا د چین کمونېست ګوند لوی رهبر وټاکل شو، ده د اکتوبر په ۲۳مه نېټه خبریالانو ته وویل، بېلا بېل هېوادونه د ګډې موخې د عملی کولو لپاره ښه ګاونديتوب ساتلی او اغېزمنې همکاری کولای شي او اوږه په اوږه د نړۍ د ښکلې ایندې د جوړولو لپاره کوښښونه کولای شي.

موږ دې ته سترګې په لار یوو.