د چين د انسان وړونکو د فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د منګ تيان فضايي لابراتوار او د چانګ جنګ د پنځم نمبر - بي ياو څلورم توغندی یې يو ځای کړي او د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه يې د توغولو ډګر ته لېږدولي دي.
ياد دفتر وايي، چې د ټاکلي پلان له مخې به د دغه توغندي د توغولو لپاره بېلا بېلې ازموينې تر سره کړي او څو ورځې وروسته به یې د چين فضايي سټېشن ته وتوغوي.