د چين د بهرنيو چارو وزارت: د يو چين پېژندنې اصل نه بدلېدونکی دی
CMG2022/10/25 17:57:56
شريکول:

د امريکا ځېنو وګړو په دې وروستيو کې هغه چټې خبرې خپرې کړې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۲۷۵۸م نمبر په پريکړه ليک کې د تايوان مقام مسئله نه ده حل شوې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۵مه نېټه دې ته په اشارې ويلي، نوموړی پريکړه ليک ثابت دی او د جلنج وړ نه دی او د يو چين پېژندنې اصل نه بدلېدونکی دی.

وانګ ون بين زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۲۷۵۸م پريکړه ليک نه يوازې د سياست، قانون او انتظام په برخو کې په ملګرو ملتونو او نړيوالو سازمانونو کې د تايوان په شمول د چين د استازيتوب د حق مسئله په پوره توګه حل کړې، بلکې دا يې تائيده کړې، چې په ملګرو ملتونو کې د چين څوکۍ يوه ده. دغه راز د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصل ګرځيدلی دی. تايوان په ملګرو ملتونو او هغو نړيوالو سازمانونو کې د ګډون په اړه هيڅ اساس، لامل او حق نه لري، چې يوازې ملي حاکميت لرونکي هېوادونه مني. له تېرو ۵۱ کلونو راهيسې د يو چين پېژندنې اصل پر بنسټ له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو لرونکو هېوادونو شمېر له څه باندې ۶۰ څخه ۱۸۱ ته زيات شوی. دا ښيي، چې د يو چين پېژندې پر اصل ټينګار کول د نړيوالې ټولنې عدالت او ګډه نظريه ده او هم د زمانې نه بدلېدونکی جريان دی.