د سوريې پوځ د اکتوبر په ۲۴مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ پر دمشق هوايي بريدونه کړي او له امله يې د سوريې يو عسکر وژل شوی او ځينې تاسيسات ويجاړ شوي دي.
اعلاميه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې د ماسپښين په دوو بجو د دمشق پر ځينو سيمو هوايي بريدونه کړي او د سوريې د هوايي بريد ضد سيستم د اسرائيلو څو توغندي په هوا کې پوچ کړي او ځينې يې پر ځمکې لګيدلي دي.
په اعلاميې کې د توغنديو د لګيدلو دقیق ځای نه دی یاد شوی.
(مينه)