د امريکا ولسمشر جوبايډن د بريتانيا له نوي صدراعظم ريشي سوناک سره ټليفوني خبرې کړې دي. دواړو خواوو په ټليفوني خبرو کې ویلي، چې د چين له خوا د ممکنو ننګونو او ګواښونو پر وړاندې به ګډه مبارزه وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د جوبايډن او ريشي سوناک د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې چين نورو هېوادونو ته ننګونې او ګواښونه نه جوړوي، بلکې د ټولو لپاره د پرمختيايي همکاريو ګډ فرصتونه برابروي.
وانګ ون بين پر امريکا غږ کړی، چې د زېرو سم(zero-sum له جګړې او ورته فکرونو لاس واخلي او د همکاريو له لارې دې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو په پار نوې ټولشموله او پرانيستې مفکوره جوړه کړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره دې ښه کارونه وکړي.
(غاټول)