ما شياو ګوانګ: د تايوان مسئلې هواری او د هېواد ملي يووالی د چين د کمونېست ګوند تاریخي دنده ده
CMG2022/10/26 15:22:34
شريکول:

د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه مطبوعاتي غونډه ترسره کړې او وياند يې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

د دغه دفتر وياند ماو شياو ګوانګ د تايوان مسئلې هواری او د چيني ملت د ملي يووالي پوره کول د چين د کمونېست ګوند تاریخي دنده بللې ده.

یوه خبريال پدې غونډې کې له نوموړي پوښتلي، د چين د کمونېست ګوند په منشور کې چې تعديل نامه يې د دغه ګوند په شلم ملي کانګرېس کې تصوېب شوې، د تايوان د بېلتون غوښتونکو ضد محتويات اضافه شوي او د بېلابېلو خواوو په تېره بيا د تايوان د عامو افکارو ډېرې پاملرنې يې راجلب کړې دي، چين دا څنګه ارزيابي کوي؟

ما شياو ګوانګ د خبريال يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې تايوان بېلتون غوښتونکي د چين د ملي يووالي پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی او ملي سمسورتيا ته يې لوی ګواښ پېښ کړی دی، د چين کمونېست ګوند په خپل منشور کې د تايوان بېلتون غوښتونکو سره د ټينګ مخالقت محتويات اضافه کړي او دا کار يې د تايوان لپاره د اړوندو چارو او دندو د غوښتنو له مخې کړی او د چین د کمونېست ګوند د ټولو غړو ارادې او د چينايانو هيلې يې پکې منعکس کړې دي.