د سویس سوداګریزه ټولنه: د چین کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس د باور او انرژي روحیه ورکړه
CMG2022/10/26 15:31:24
شريکول:

د سويس-چين اقتصادي ټولنې، د سويس مرکز او د سويس د اقتصادي ټولنې لخوا په ګډه پر ځايي وخت د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د سویس په زوریخ ښار کې يوه غونډه تر سره شوه چې عنوان یې و «د چین په اړه د سویس تصدیو د ستراتیژۍ بیاکتنه- تر ۲۰۲۲م کال وروسته». څه دپاسه ۱۵۰ مېلمنو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

د سويس د صنعت او سوداګرۍ ټولنې يو شمېر استازو د سويس د سوداګريزې ټولنې پر ستراتيژۍ د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس د اغېزو، د چين او سويس د ازادې سوداګرۍ د تړون د امکاناتو، په ۲۰۲۲م کال کې په چین کې د سويس د شرکتونو د سروې د راپور او په ۲۰۲۲م کال کې د سويس پر اقتصاد د چين د پرمختګ د اغېزو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

  ګډونوالو په همدې ورځ د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس د راپور ډېره ستاینه وکړه او ويې ويل، د دغې غونډې پايلې نه يوازې د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره نقشه جوړه کړې، بلکې د سویس په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره يي فرصتونه او باور هم رامنځته کړی دی. د سويس-چين د اقتصادي ټولنې مشر سليوان د چين مېډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس ډېر مهم پیغام لېږلی دی. هغه وویل، د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس له ما سره د چین د اقتصادي بریالیتوب او په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغه هېواد د پرمختګ د لوري په پوهېدو کې مرسته کوي. سویس او چین له لسیزو راهیسې ملګري دي. موږ څنګه د متقابل غوره والي په کارولو د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټه ورسوو؟

    د ګډون کوونکو په اند، د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس مثبت پیغام خپور کړ چې چين به په پر له پسې توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې ټینګار وکړي او د ساينسي او تخنيکي نوښتونو د پرمخ بېولو او ګډې سمسورتيا د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه وکړي. د سويس شرکتونه په راتلونکي کې په چين کې د سوداګرۍ په اړه خوشبين دي. د سویس مرکز مشر نیکولاس مورتي د چين مېډيا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، د سویس شرکتونه د چین اقتصادي وضعیت او سوداګریزو فرصتونو ته په درنه سترګه ګوري. دا د سویس شرکتونو لپاره ګټور دی چې د چین د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرس کې د نوښت او لوړ ساینس او ټکنالوژۍ د پرمختګ په اړه قوي نظر وړاندې شوی، په دې مانا چې سویس کولی شي د لوړ تخنیکي محصولاتو د تولید لپاره ډېره ټکنالوژي او تجهیزات برابر کړي.

    د I.M.Pei صندوق اجرايوي مشرې روزميري په مرکه کې دې ته اشاره وکړه چې چين د نړيوالو ګډو ګټو د پرمختيا لپاره مهم رول لوبولی دی. چين په ټوله نړۍ کې ډېر مثبت او ستر اغېز لري. چين د نړۍ د ګډو ګټو د پياوړتيا او د بېلابېلو هېوادونو او خلکو د يووالي په برخه کې لارښوونکی رول لوبولی شي.

    په سويس کې د چين سفير وانګ شه تينګ په ياده غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه او مېلمنو ته يې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس روحيه ور وپېژندله. هغه وويل، د سويس سوداګريزې ټولنې د چين د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرس وروسته يو سيمينار جوړ کړ. سربېره پر دې دا څرګنده شوه چې د چين راتلونکی پرمختګ به د دواړو هېوادونو د همکارۍ لپاره زيات فرصتونه برابر کړي.