د چين دولتي تصديو د ۳ ربعو عايداتو کې ۱۰.۹ سلنه زياتوالی راغلی
CMG2022/10/26 11:08:54
شريکول:

د چين د دولتي شورا د تصديو د څار کميټې د اکتوبر په ۲۵مه نېټه يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد دولتي تصديو د روان کال په تېرو دريېو ربعو کې ثابت پرمختګ موندلی او ۲۹ زره ميليارډه يوانه عايدات يې تر لاسه کړې دي، چې دا يې د تېر کال د همدې مودې د عايداتو په پرتله ۱۰.۹ سلنه زياتوالی ښيي.

د مالوماتو له مخې، د چين دولتي تصديو د روان کال په تېرو ۹ مياشتو کې ۲ زره او سل ميليارډه يوانه ګټې ترلاسه کړي، چې د تېر کال د همدې مودې د ګټو په پرتله  ۵.۷ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د دولتي تصديو د پرمختګ کچه لوړه شوې او په تېرو ۹ مياشتو کې يې د تکنالوژۍ د څېړنې او پرمختګ پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷.۵ زياتوالی ښيي.

(مينه)