سينهوا اژانس د چين د رهبر د کار او ژوند په اړه هر اړخيز مالومات خپاره کړي
CMG2022/10/26 15:30:01
شريکول:

 شينهوا اژانس د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه يوه ((د نوي مزل لارښوونکی شي جين پينګ)) لېکنه خپره کړې ده.

دغه لېکنه شل زره کلېمې لري او د چين د لوړ رهبر شي جين پينګ د کار او ژوند او د حکومتوالۍ په اړه د هغه مفکورې او تيورۍ ته پکې کتنه شوې ده.

شي جين پینګ د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په لومړۍ عمومي غونډې کې د دې کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. نوموړي په همدې ورځ د دې کمېټې د سياسي بيورو له نورو نويو منتخب شوو دايمي غړو سره يو ځای د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې له کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره وکتل.

 شي جين پینګ د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په لومړۍ عمومي غونډې کې يو ځل بيا د دې کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.

شينهوا اژانس د شي جين پينګ په اړه لېکنه خپره کړې او د نوموړي د زده کړو، تجربو، کورنۍ، کار او کارنامو په اړه يې پکې ډېر مفصل مالومات ورکړي دي.

 

شي جين پينګ په ۱۹۸۹م کال کې د فو جیان ولايت د نينګ ده ولسوالۍ د رئيس په توګه دنده درلوده. پدې عکس کې لېدل کېږي، چې نوموړي پر اوږه کولنګ(سیخ) ايښی او د زرګونو ځايي مامورينو په مشرۍ د اوبو لګولو د يوې پروژې د کنالونو جوړونې پسې روان دی.

د سينهوا اژانس لېکنې کې راغلي، شي جین پينګ د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لومړی عمومي منشي دی، چې د چين ولسي جمهوریت له جوړېدو وروسته زېږېدلی، نو هغه د هېواد په پښو درېدو ته ډېر لېواله دی او په شوق او زوق يې د هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون چارو ته وردانګلي، د هېواد د لرې راتلونکي پرمختګ لپاره يې سيستماتيک پلانونه جوړ کړي او د بېلابېلو قومونو د خلکو په مشرۍ يې پياوړی پرمختګ موندلی دی. هغه د چينايانو ټينګ ملاتړ ترلاسه کړی او د ډېرو بهرنيو څېړونکو او سياستوالو لخوا تائيد او ستايل شوی دی.


شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۱۳ مه نېټه د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د اورومچي ښار په يوې استوګنيزې سيمې کې له ځايي اوسېدونکو سره د لېدنې په حال کې دی

په دې لېکنه کې ويل شوي، لس کاله دمخه ، کله چې شي جين پينګ په لومړي ځل د چين د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو، چين د نړۍ دویم لوی اقتصادي ځواک وګرځېد، خو بيا هم د فساد، د چاپېريال ککړتيا، د بېوزلۍ او شتمنۍ ترمنځ د لوی واټن په شمول له ډېرو ننګونو سره مخامخ و. شي جين پینګ د کمونېست ګوند د جدي مديريت پاليسۍ پلې کړي او د دغه ګوند د تنظيم لپاره يې ډېر مهم رول لوبولی دی.

نوموړي دا نظريه مطرحه کړې، چې د چين ډيموکراسي د ټول بهير ډيموکراسي ده او دا د ولسونو د واقعي ستونزو د هواري لپاره ده او داسې ډول ډيموکراسي نه ده، چې د هېواد چارواکي يوازې د رايې ورکونې په وخت کې کار کوي او له رايې اخېستو وروسته خپل خوبونه کوي.

هغه د ولسونو په محور سياست هم مطرح کړی او ويلي يې دي، چې پرمختګ بايد د نوښت،همغږۍ، سمسورتيا، ورخلاصون او شراکت په اساس ترلاسه شي او په بهير کې یې باید ولسونه په ګډه شتمن شي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۸م کال د مارچ په ۱۷ مه نېټه د چين ولسي جمهوريت د رئيس او مرکزي پوځي کمېټې رئيس په توګه وټاکل شو

د شينهوا اژانس په دغې لېکنه کې ډېرې کېسې يادوې شوي او د شي جين پینګ ټينګه اراده، جرائت او نور صفتونه پکې بیان شوي او په بېلابېلو مواردو کې د نوموړي د ويناوو عمده ټکي ياد شوي دي.

ليکنه وايي، چې شي جين پينګ د تمدنونو تنوع ته ارزښت ورکوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره يې د چين د کمونېست ګوند په منشور او اساسي قانون کې لېکل شوې او د ملګرو ملتونو په مهمو سندونو کې يې هم ځای نيولی دی.

شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې هېواد يې باید تر ۲۰۳۵م کال پورې د عصري کېدو بنسټيزه موخه پوره کړي.

د نوموړي دغه خبره د دې څرګندويي کوي، چې له ميليارډ زیات نفوس به په ټوليزه توګه عصري پړاو ته  داخل شي او دا به د انسانانو په تاريخ کې ساری ونه لري.

د چين کمونېست ګوند په خپلې ځانګړې لارې د نړۍ د عصري کېدو بهير کې لوی پرمختګونه ترلاسه کوي او دا د اسنانانو د پرمختګ لپاره د دغه ګوند لوی خدمت بلل کېږي.