د اروپايي ټولنې د انرژۍ وزيران د طبيعي ګازو په لوړې بیې سلا نشول
CMG2022/10/26 15:16:02
شريکول:

د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د انرژۍ وزيرانو د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د جرمني په لوکزامبورګ ښار کې غونډه تر سره کړې ده. د دې ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد چک جمهوريت د صنعت او سوداګرۍ وزير جوسيف سيکلا له يادې غونډې وروسته په یوې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې د غونډې ګډونوالو د طبيعي ګازو د لوړې بيې د ټاکلو په پار بحثونه کړي، خو کومې موافقې ته  نه دي رسېدلي.

د جوسیف په وينا، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د انرژۍ وزیرانو ترمنځ د نظر پراخ توپېرونه موجود دي.

د ايټاليې او پولنډ په شمول ۱۵ غړيو هېوادونو له اروپايي‌ ټولنې څخه غوښتي،‌ چې د طبيعي ګازو تر ټولو لوړه بيه وټاکي، څو له دې لارې د لوړ انفلاسيون مخه ونيسي او اقتصادي ستونزې حل کړي، خو جرمني او هالنډ ورسره مخالفت ښودلی او په دې اند دي، چې د طبیعي ګازو د لوړې بيې له امله به  تقاضا لوړه شي او دا به بیا ډېره سخته وي، چې د اروپايي ټولنې غړي‌ هېوادونه په نړيوالو بازارونو کې ګاز وپيري او د انرژۍ خوندیتوب به شنډ شي.