په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۲۵۲۴۸۸۴۳ ته رسېدلی
CMG2022/10/26 10:35:48
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۵مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۵مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۵۶ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۱۶ زره او ۸۰۹ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۲۵ ميليونه، ۲۴۸ زره او ۸۴۳ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۷۷۹ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۶۲ زره او ۲۸۱ ته رسېدلی دی.

(مينه)