د جنايي پوليسو نړيوال سازمان په کنفرانس کې د تايوان د ګډون غوښتنه رد شوې
CMG2022/10/26 15:56:07
شريکول:

د جنايي پوليسو نړيوال سازمان يا انټرپول ۹۰م کنفرانس څه موده مخکې تر سره شوی دی.

د چين د تايوان مين جين ګوند د جنايي پوليسو نړيوال سازمان ته په دغه کنفرانس کې د ګډون غوښتنه وړاندې کړې وه، خو ياد سازمان يې غوښتنه نه ده منلې او دغه سيمه يې د چين يوه برخه بللې ده.

د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند ما شياو ګوانګ د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په يوې خبري ناستې کې په دې هکله وويل، چې تايوان د ملګرو ملتونو په سيسټم او هغو نړيوالو سازمانونو کې د ګډون هيڅ دليل، لامل او حق نه لري، چې يوازې حاکميت لرونکي هېوادونه پکې ځای لري.