د امريکا ولسمشر جو بايډن د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د کرونا د اوميکرون د نوې بڼې ضد واکسين تزریق کړی دی.
نوموړي ويلي، چې په امريکا کې اوسمهال هره ورځ د کرونا وبا له امله سلګونه کسان مړه کيږي او ښايي دغه شمېر د روان کال په ژمي کې نور هم زيات شي.
د امريکا د ساري ناروغيو د وقايۍ او کنټرول مرکز شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۹۷ ميليونو څخه پورته شوی او د دې وبا له امله د مړينې شمېر پکې له ۱ ميليون او ۶۰ زرو څخه زيات شوی دی.
(مينه)