د امریکا د ميسوري ايالت د سېنټ لويس ښار په يو ښوونځي کې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
راپورونه وايي، چې په يادې پېښې کې يوه ۱۶ کلنه زده کوونکې وژل شوې او د ښوونځي یوه ۶۱ کلنه ښوونکې، چې مرګونې ټپې شوې وه، په روغتون کې ساه ورکړې ده.
په دغه بريد کې ۷ زده کوونکي ټپيان شوې دي. پولیس وايي، چې دغه بريد د ۱۹ کلن اولندو هلیس په نوم يوه کس ترسره کړی او هغه د پوليسو له لوري وژل شوی دی.اولندو هلیس تېر کال له همدې ښوونځي فارغ شوی و.
پولیسو ويلي، چې د پېښې په اړه يې پلټنه روانه ده.