د بریتانيا نوي لومړي وزير ريشي سوناک نوې کابينه جوړه کړه
CMG2022/10/26 11:57:57
شريکول:

د بريتانيا نوي لومړي وزير ريشي سوناک د اکتوبر په ۲۵مه نېټه نوې کابينه اعلان کړې ده. نوموړي په نوې کابېنې کې د پخوانۍ کابينې د ماليې، دفاع او بهرنيو چارو وزيران پر خپل ځای پرېښودلي دي.

د بريتانيې په نوې کابېنې کې دومينیک راب د لومړي وزير د مرستيال او د عدلي وزير ټاکل شوی او د کورنيو چارو پخوانۍ وزيره سويلا براويرمان ،‌ چې په تېر حکومت کې يې له دندې استعفی ورکړې وه، يو ځل بیا پر همدې چوکۍ ګومارل شوې ده.

سوناک په همدې ورځ په خپل دفتر کې رسنیو ته ويلي، چې بريتانيا اوس له لويې اقتصادي ستونزې سره مخ ده او حکومت به يې د دغې ستونزې هواري ته لومړيتوب ورکړي او په هېواد کې به اقتصادي ثبات رامنځته کړي او د خلکو باور به خپل کړي.