د امريکا اې پي اژانس او چيکاګو پوهنتون يوه ګډه سروې ترسره کړې ده.
د سروې ۶۲ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې واشنګټن د اقليمي بدلون د کمښت په برخه کې اغېزمن ګامونه نه دي پورته کړي او کړنې يې په نيشت بللې دي. د دې سروې ۱۸ سلنه ګډونوال بیا وايي، چې د امريکا حکومت د اقليمي بدلون پر وړاندې مناسب تدبیرونه نيولي دي.
د يادې سروې ۶۱ سلنه امریکايان د انفلاسیون ضد د مصوبې په اړه هېڅ مالومات نه لري، چې د سږ کال په اګست کې لاسلیک شوې ده.
دغه مصوبه د امریکا په تاریخ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقابلې تر ټولو لوی ګام بلل شوی، چې له مخې به يې د دې هېواد فدرالي حکومت د اقلیمي بدلون ضد د مقابلې او د پاکې انرژۍ د ساتلو په برخو کې شاوخوا ۳۷۰ میلیارډه ډالره پانګونه وکړي.
د سروې ۴۹ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې يادې مصوبه د اقليمي بدلون د کمښت لپاره اغېزناک رول نه لري. ځينو امریکايي شنونکو دغه مصوبه د امريکا په ټولټاکنو کې د برياليتوب په پار د ډيموکرات ګوند ځانګړی تدبير بللی دی.