د زرمينې دوه زامن د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي او اوس هغې ته کوچني يتيمان ورترغاړې دي.
زرمينه اوس ۵۰ کلنه ده، خو د ژوند کړاوونو او سختيو يې وجود سخت ورځپلی او ډېره کمزورې شوې ده.
زمونږ خبريال ورسره غږېدلی او دغه لنډ ويډيويي راپور يې پرې جوړ کړی دی.