د روان کال په ۳ ربعو کې د چين د پرچون انلاين بازار مخ په پراخېدو و
CMG2022/10/27 14:25:03
شريکول:

په چين کې د روان کال په درېيو ربعو کې د پرچون د انلاين راکړې ورکړې عمومي اندازه ۹۵۹۰ ميليارډه يوانه ښودل شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

شمېرې ښيي، چې د روان کال په ۳ ربعو کې په انټرنېټ کې د چین د مادي توکو د پرچون خرڅلاو اندازه ۸۲۴۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۱ سلنه زياتوالی ښيي او د چين د پرچون په عمومي خرڅلاو کې يې ۲۵.۷ سلنه ځای نيولی،‌ چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۱ سلنه زیاتوالی ښيي. 

د پرچون انلاین بازار يادې شمېرې ښيي، چې په چين کې د انټرنېټي پرچون بازار غوړيدلی او مخ په ښه کېدو روان دی.