په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۲۵ ميليونه، ۷۴۰ زره او ۴۴۹ ته رسېدلی دی
CMG2022/10/27 11:06:07
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۶مه نېټه يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۶مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۵۲ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۳۷۱ زره او ۹۸۰ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۲۵ ميليونه، ۷۴۰ زره او ۴۴۹ ته رسېدلی دی.

راپور وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۰۳۷ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۶۳ زره او ۶۶۷ ته رسېدلی دی.