واشينګټن بايد له يو اړخيزو بنديزونو څخه لاس واخلي
CMG2022/10/27 15:02:55
شريکول:

د روان ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د بنديزونو ضد ورځ وه، چې د افريقا د جنوبي برخې د پرمختګ ټولنې له خوا نومول شوې ده.

 زياتو افريقايي هېوادونو په همدې ورځ له امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو څخه وغوښتل، چې پر زيمبابوې دې بنديزونه پای ته ورسوي. له دې نه مخکې، د ناميبيا ولسمشر هاګي ګوټفريد چينګوب د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسامبلې په عادي بحث کې د لوېديځو هېوادونو د اوږمهالي او غير قانوني بنديزونو سخته غندنه وکړه او ويې ويل، چې له بنديزونو څخه دې زيمبابوې وژغوري او دغه هېواد ته دې د پرمختګ فرصتونه ورکړي.

د نوموړي دغې خبرې د نړيوالې ټولنې د موافقې پیغامونه راپورته کړي دي.

پر زيمبابوې د امريکا يواړخيز بنديزونه له شلو زيات کاله غځېدلي. د استعماري وخت د پاتې مسئلې له امله د زیمبابوې زياتره ځمکې په يوه موده کې د ګوتو په شمېر سپين پوستو په لاسونو کې وې. د زيمبابوې حکومت په ۲۰۰۰م کال کې د ځمکو اصلاحات ترسره کړل، چې په دې سره يې له سپين پوستو ځمکوالو څخه ځمکې بېرته واخيستې او بيا يې هغو تور پوستو بزګرانو ته ورکړې، چې ځمکه يې نه درلوده. د امريکا په شمول لوېديځو هېوادونو د خپلو ګټو د زيانمنېدو له امله سخته ناخوښي څرګنده کړه. د ۲۰۰۱م کال په ډسمبر کې د امريکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش، تش په نوم (( د زيمبابوې د ډيموکراسۍ او اقتصاد د اعاده کېدو لايحه )) تصويب کړه او په دې سره يې پر نوموړي هېواد بنديزونه پيل کړل.

د معلوماتو له مخې، په تېرو شلو کلونو کې د بهرنيو بنديزونو له امله د زيمبابوې د اقتصادي زيانونو اندازه له ۴۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده. د ملګرو ملتونو د سازمانونو چارواکو د تېر کال په اکتوبر کې له زيمبابوې څخه د ليدنې وروسته وويل، چې د امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو بنديزونو د زيمبابوې د خلکو د ژوند، روغتيا او پرمختګ حقونو ته زيانونه رسولي دي. دا د نړيوالې ټولنې پراخه او ګډه نظريه ده، چې د امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو اوږدمهالي بنديزونو د زيمبابوې پر ملي حاکميت او پرمختيايي حقونو تېری کړی، د نړيوالو اړيکو له بنسټيز اصل څخه يې سرغړونه او د بادارۍ غوښتونکي او زورواکي سياست کړنې دي او له غندنې سره دې مخ شي.

پر زيمبابوې د امريکا بنديزونو د افريقايي هېوادونو په کورنيو چارو کې د دغه هېواد اوږدمهالي لاسونو انعکاس کړی دی. تاريخ ته په کتو دا ښيي، چې امريکا هېڅکله له افريقايي هېوادونو سره برابر تګ راتګ او يا همکارۍ نه دې کړي. د امريکا پخواني رهبر د افريقايي هېوادونو د يادولو په وخت کې ډېرې بدې خبرې کړې او له امله يې افريقا له سختو غندنو او احتجاجونو سره مخ وه. دغو خبرو افريقا ته د امريکايي سياستوالو د پټ سپکاوي افکار په ډاګه کړي دي.

د امريکا اوسني حکومت له لوړېدو وروسته له افريقا سره تګ راتګ زيات کړی. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د روان کال په اګست کې له افريقا څخه ليدنه وکړه، د صحرا د جنوب په لوري افريقايي سيمه کې د دغه هېواد نوې ستراتيژي یې اعلان کړه او ويې ويل، چې امريکا به په راتلونکو پنځو کلونو کې د افريقا ورخلاصون وهڅوي او له کرونا وبا څخه د وتلو او اقتصادي احيا لپاره به ورسره مرستې وکړي.

خو د عامو افکارو په اند، د افريقا په اړه د امريکا نوې ستراتيژي له افريقا سره د مرستو لپاره نه ده، بلکې د همکارۍ په پلمه له افريقا څخه د کار اخيستل غواړي، چې د خپلو ستراتيژيکو ګټو د پورته کولو لپاره خدمت وکړي. د جنوبي افريقا د نړيوالو اړيکو او همکارۍ وزارت پخواني لوړ پوړي ډيپلومات ګيرټ ګروبلير وويل، چې امريکا هېڅکله د ګډو ګټو پر بنسټ له افريقا سره اقتصادي او ډيپلوماټيکې اړيکې نه دي ټينګې کړې او هېڅکله يې مناسبې سوداګريزې ستراتيژۍ نه دي طرحه کړې، ځکه په افريقا کې د چين د اغېزو مخنيوی د امريکا موخه ده.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د روان کال په دوبي کې اعلان کړی، چې د ډسمبر په نیمایي کې به په واشينګټن کې د امريکا او افريقا د مشرانو سرمشريزه غونډه تر سره کړي.

امريکا په رښتينې توګه له افريقا سره مرستې غواړي او يا يو ځل بيا به ورسره تشې ژمنې وکړي؟ حقيقت به یې ځواب ووايي. که واشينګټن رښتينې همکارۍ وغواړي، لومړی دې پر افريقايي هېوادونو خپل بنديزونه پای ته ورسوي.