د اکتوبر ۲۵مه نېټه د امريکا د تېري ضد او له کوريايانو څخه د ملاتړ په پار د چين د پوځي عملياتو له ۷۲مې کليزې سره برابره وه.
د چين او کوريا ډيموکارتيک ولسي جمهوريت استازيو په همدې ورځ په پيونګ يونګ ښار کې د خاصو مراسمو په ترڅ کې د دې ورځې يادونه وکړه، هلته يې د دوستۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د يادې جګړې قربنيانو ته يې د درناوي مراتب وړاندې کړل.
په دغو مراسمو کې په کوريا ډيموکارتيک ولسي جمهوریت کې د چين د سفارت شارژدافیر سون هونګ ليانګ، په دغه هېواد کې ميشتو چينايانو، چيني تصديو، رسنيزو استازو او د کوريا ډيموکارتيک ولسي جمهوريت د عالي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مرستيال مشر کانګ يون سوک په شمول ډېرو چارواکو او د پيونګ یونګ د ښاريانو استازو ګډون کړی و.