د سوريې پوځ: اسرائیلي ځواکونو د دمشق پر شاوخوا سيمو هوايي بریدونه کړي
CMG2022/10/27 14:26:09
شريکول:

د سوريې پوځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د اکتوبر د ۲۷مې نېټې د شپې په ۱۲ بجو او ۳۰ دقيقو د سوريې د پلازمېنې دمشق پر شاوخوا سيمو هوايي بريدونه کړي دي.

اعلاميه وايي، چې د سوريې د هوايي بريد ضد قواوو ځیني توغندي په هوا کې پوچ کړي او ځيني يې پر ځمکې لګيدلي دي.

اعلاميه زياتوي، چې په دغو بريدونو کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

دا له روانې مياشتې راهيسې د اسرائيلي ځواکونو درېیم ځل دی، چې د سوريې د دمشق پر شاوخوا سيمو يې هوايي بريدونه کړي دي.