د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايميغړو ( لي چيانګ، جاو له جي، وانګ هو نينګ، څای چي، دينګ شوی شيانګ او لي شي) په مشرۍ د شان شي ولایت په يان ان کې د دغه ګوند د پخواني انقلاب د يادولو له ځايونو څخه لیدنه وکړه.
همداراز نوموړي د اکتوبر د ۲۷ مې نېټې په سهار د چین د کمونېست ګوند د اووم ملي کانګرېس له ځای، د چين د دولت پخواني رئيس ماو ځه دونګ له کور او د يان ان د انقلاب په موزيم کې يې له يوه نندارتون څخه ليدنه وکړه.