شي جين پينګ د امريکا او چين د اړيکو ملي کمېټې د کلنیو جايزو ماښامنۍ مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغام ليږلی
CMG2022/10/27 14:39:45
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه د امریکا او چين ترمنځ د اړيکو ملي کمېټې د کلنیو جايزو ماښامنۍ مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي اوسنۍ نړۍ سوله ييزه او ارامه نه ده بللې او ويلي يې دي، چې چين او امریکا لوي هېوادونه دي او د خبرو او همکاريو پياوړتيا يې د نړۍ د ثابت ساتلو او د نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره ګټې لري.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چين غواړي له امریکا سره يو بل ته په درناوي سوله کې ګډ ژوند وکړي، د ګډو همکاريو له لارې ورسره ګډې ګټې ترلاسه او د نوې زمانې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل چلند سمه لار پيدا کړي او همدغه ټکي يې نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د نړۍ لپاره هم ګټور بللي دي.

نوموړي هيله ښودلې، چې د امريکا او چين د اړيکو ملي کمېټه او نور هغه ملګري، چې د دواړو هېوادونو اړیکو ته پاملرنه کوي، خپل مثبت رول ته دوام ورکړي او د سالم او ثابت پرمختګ مدار ته د دواړو هېوادونو د اړيکو ګرځولو کې مرسته وکړي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن هم د امريکا او چين د اړيکو ملي کمېټې يادې مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.