د ایران په يوه زيارت کې د برید له امله ۱۵ کسان وژل شوي
CMG2022/10/27 11:44:44
شريکول:

د ایران د فارس ولایت په يوه زيارت کې بريد شوی، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.

ايران نيوز وايي، چې يوه بريدګر د روانې مياشتې د ۲۶مې نېټې د مازديګر په ۵ بجو او ۴۵ دقیقو د فارس ولایت د شیراز ښار د شيعه ګانو يو زيارت کې پر خلکو ډزې کړې دي.

د فارس ولایت د والي دفتر ویلي، چې په برید کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت خبري آژانس خبر ورکړی، چې په دغه برید کې دوه ماشومان او يوه ښځه هم وژل شوې دي.

د فارس ولایت پولیسو ويلي، چې بریدګر يې نیولی دی.

اېرنا خبري اژانس خبر ورکړ، چې بريدګر بهرنی وګړی دی.

(ژباړه: شکريه)