د چين د ۱۳م ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې ۳۷مه غونډه تر سره شوه
CMG2022/10/27 11:49:38
شريکول:

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې د ۳۷مې غونډې لومړی عمومي ناسته د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.

 د يادې کمېټې مشر لي جان شو د دې غونډې مشري کړې ده.

د دې عمومي ناستې اجنډا د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيې مطالعې او پلې کولو ته ځانګړې شوې وه او ګډونوالو يې پر همدې موضوګانو بحثونه کړي دي.

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې کمېټې د تبليغاتو څانګې مشر لي شو لې يادې غونډې ته يو راپور وړاندې کړی دی.

لي جان شو په خپلې وينا کې په اشارې ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په داسې کليدي وخت کې تر سره شوی، چې په بهیر کې يې کمونېست ګوند او د ټولو قومونو وګړو د عصري سوسياليزم د جوړولو په پار نوی مزل پيل کړی او د دوهمې سليزې پرمختيايي هدف په لور يې ګامونه پورته کړي دي. 

هغه زياته کړې، چې د چين کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په برياليتوب تر سره شوی او دا د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د جوړولو لپاره د ګوند او ټولو قومونو هڅولو، د يو هر اړخيز عصري سوسياليستي چين د ابادولو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ډېر مهم او ژور اهميت لري.

(ژباړه: شکريه)