د اکتوبر ۲۵مه نېټه د افريقا د جنوبي برخې د پرمختګ ټولنې لخوا ټاکل شوې د بنديز ضد ورځ وه. د زيمبابوې زرګونه خلک په همدې ورځ په هاراره کې د امريکا سفارت مخې ته راټول شوي وو او د يوه پراخ لاريون په ترڅ کې يې د واشنګټن ضد شعارونه ورکول.
لاريونوالو وويل، چې هېواد يې له څه باندې شلو کالونو راهيسې د امريکې او لوېديځې نړۍ له سختو بنديزونو سره مخ دی.
د زيمبابوې مرستيال ولسمشر کونستنتينو چيونګه په همدې ورځ لاريونوالو ته د ولسمشر ايميرسون دامبوزو منانګاګوا پيغام لوستلی او پر دغه هېواد يې د لوېديځې نړۍ د غير قانوني بنديزونو غندنه کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې زيمبابوې به هيڅکله د لوېديځو هېوادونو بنديزونو ته سر ټيټ نه کړي او د حاکميت لرونکي هېواد په توګه به د پرمختګ پر خپلې لارې ګامونه واخلي.