چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د روان کال د درېيمې ربعې د چارو کاري راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، چې په چين کې د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې د کارموندنې وضعیت ثابت و او په ښارونو او ښارګوټو کې يې نور ۱۰ميليونه او ۱۰ زره کسان پر دندو ګومارل شوي دي.
ياد راپور وايي، چې د چين حکومت د روان کال د سپتمبر تر پای پورې، د بې روزګارۍ او په کار پورې اړوندو ټپونو بیمو د نرخونو په کمولو، د د زاړو پالنې ، بې روزګارۍ او په کار پورې اړوندو ټپونو د ټولنیزو بیمو لګښتونو د ورکولو مودې په غځولو او د کار موندنې حالت د اړوندو مالي مرستو په ورکولو سره د تصدیو لپاره له ۲۸۰ ميلیارډو یوانو څخه ډېر لګښت سپما کړی دی.
راپور زياتوي، د چين حکومت د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، د کارموندنې د ملاتړ په پار ۷۲ ميليارډه او ۷۰۰ ميليونه يوانه لګولي دي.
(ژباړه: شکريه)