په افریقا کې د چین "ویډیويي فستیوال" پېل شو
CMG2022/10/27 11:48:12
شريکول:

د چین ویډیويي فسټېوال چې د چين ميډيا ګروپ او د کولتور او سيلانۍ وزارت لخوا په ګډه جوړ شوی، د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په افريقا کې پېل شوی دی.

په څو ژبو جوړ مستند فلمونه، لکه "پوليټ (polit)"، "د لسيزې پرمختګ" او "لوی عزم"، د عمده افريقايي رسنيو او نورو بهرنيو رسنيو له لارې افريقايانو ته وړاندې شوي دي.

د افریقا مشهورو رسنيو (روانډا ملي ټلویزیون او ګابون افریقې ټلویزیون) د هر ماښام پر مهال د "لسيزې پرمختګ" په ګډون څو مستند فلمونه خپاره کړي دي.

(ژباړه: شکريه)