د اردن شاهي ماڼۍ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د دې هېواد پاچا عبدالله دوهم بن حسین په همدې ورځ د کابینې د بدلون په اړه د لومړي وزیر بشیر الخسونیح وړاندیز منل دی.
د بشیر الخسونیح وړاندیز کې د اردن مرستیال لومړي وزیر ته، چې اوسمهال د هېواد د اقتصادي چارو او د عامه ادارې د عصري کېدو چارو دندې هم پر غاړه لري، د صنعت، سوداګرۍ او عرضې وزارت او د کارګرو وزارت دندې هم ورسپارل شوې دي.
برسیره پر دې، د کابېنې د بدلون په دغه وړانديز کې د پلان او نړیوالې همکارۍ وزیر او د ترافیکي چارو وزیر په شمول ځیني نور وزیرانو کې هم بدلون راغلی دی.
د اردن پاچا عبدالله دویم بن حسین د کابینې د بدلون په اړه د لومړي وزیر وړانديز منلی او په همدې ورځ نوې کابېنې لوړه کړې ده.
له کله چې بشیر الخسونیح د اردن لومړی وزیر ټاکل شوی، دا يې پنځم ځل دی، چې په کابېنې ادلون بدلون راولي.
(هیله)